AP ۱۴۰۴ وری ۱۳ ۲۲:۵۰
Journalist ID: 5624
News ID: 85792912
T T
۰ Persons

Tags

د کار او ټولنیزو چارو وزارت د تفتیش ټیم کار پیل کړ

کابل - ایرنا - د افغانستان د سرپرست حکومت د کار او ټولنیزو چارو وزارت په مرکز او ولایتونو کې د وزارت د تفتیش ټیم د کار د پیل اعلان وکړ.

په کابل کې د ایرنا خبري اژانس د خبریال په وینا؛ د افغانستان د کار او ټولنیزو چارو وزارت چارواکو نن، چهارشنبه، د وری ۱۳مه، په یوه مطبوعاتي اعلامیه کې اعلان وکړ چې د کار د رژیم او د ریاست الوزراء د حکم پر اساس د کوچني اختر د رخصتیو له پای ته رسېدو سره سم، په دولتي ادارو کې د کار د غوره تنظیم او په چارو کې د غوره‌والي رامنځته کولو لپاره د کار او ټولنیزو چارو وزارت له لوري په مرکز او ولایاتو کې د ټولو امارتي ادارو د کارکوونکو د حاضرۍ څخه پلټنه او څېړنه روانه ده.

په خبرپاڼه کې زیاته شوې ده: د دې پلټنې اساسي موخه هېوادوالو ته پر وخت د خدمتونو وړاندې کول او په کارونو کې د خنډ او ځنډ څخه مخنیوی دی.

د ایرنا په وینا، د افغانستان د سرپرست حکومت په دفترونو کې د کار ساعتونه د شنبه څخه تر چهارشنبه پورې د سهار له اتو بجو څخه تر مازیګر څلورو بجو پورې د یو ساعت وقفې سره او د پنجشنبې په ورځ د سهار له اتو بجو څخه تر ماسپښین یوې بجې پورې پرته له وقفې ټاکل شوي دي.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .